پروان ولایت کې د چاریکار کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

mew-admin
Mon, Apr 21 2025 11:57 AM
1

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي او مرکز کې د چاریکار کانال د ۱۵ کیلو متره پاک‌کاري چارې د پروان ولایت د اوبو او انرژي او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاستونو او د اوبو ټولنې په همکاري پیل شوې.

نوموړی کانال د ۲۱کیلو متره اوږدوالي او ۵ متره پلنوالي په در لودلو سره د ۸ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د نوموړي کانال د پاکاري چارې د پروان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر مدیریت لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu