د اوبو او انرژي وزارت په انګړ کې لسګونه نیالګي د دغه وزارت د اداري او خدماتي ریاست د ساتنې او پاملرنې آمریت له لوري کښېنول شول

دغه نیالګي د اوبو او انرژي وزارت د اداري ریاست د کارمندانو له لوري د اوبو او انرژي وزارت د ساتنې او پاملرنې آمر محترم فضل الرحمن زرمتي په شتون کې کښېنول شول، ترڅو له یوې خوا د دغه وزارت د چاپیریال په ښکلا کې زیاتوالی راشي او له بلې خوا د نیالګیو کښېنولو د ترویج او له اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې په برخه کې عملي ګام پورته شي.