د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ۷۷ شرکت له رئيس سره د پروژو د پرمختګ په موخه وکتل

mew-admin
Tue, Mar 25 2025 1:13 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده هم شتون درلود، د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د پانګونې په برخه کې د همکاریو د پراختیا او د دغه وزارت د پروژو د ترسره کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د کجکي بند پروژې د پاتې چارو پرمختګ تر ارزونې لاندې ونیول شو او د پروژې په چارو کې د همغږي پر پياوړتیا، انسجام او چټکتیا باندې ټینګار وشو.

User account menu