د یوه ترکي شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د فرماک ترکي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او له بېلابېلو سرچینو څخه د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اوبو او انرژي په پروژو کې د هغوی د پانګونې د لېوالتیا هر کلی وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د وزارت له تخنیکي مسؤلینو سره د پروژو د ټاکلو په هکله همغږي وکړي.
د اړینو همغږیو د تر سره کولو وروسته به د دواړو لورو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي او له هوکړه لیک سره سم به د پانګونې لپاره عملي اقدامات پیل شي.