د کمال خان بند د لاندنې برخې کانال د پراخولو د کېندنې چارې پيل شوې

mew-admin
Thu, Dec 26 2024 11:29 AM
1

د کمال خان بند د لاندنې برخې کانال د پراخولو د کېندنې چارې د ریاست الوزرا عالي مقام او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د لارښوونې پر بنسټ د هلمند عمومي حوزوي رئيس محترم قاري عبدالهادي هادي او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د هلمند عمومي حوزوي رئيس د نوموړې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې دا کار باید په رښتینولي او ایمانداري  سره ترسره شي.

د نوموړي کانال دواړې خواوې به د ۳۰ مترو په اندازه پراخ شي، چې په پایله کې توربینونه به د زیاتې برېښنا د تولید وړتیا ومومي او اوبه به چټکې او له کمو ضایعاتو سره له کانال څخه ووځي.

User account menu