د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي په دوو کلیو کې د استنادي دیوالونو د پروژو چارې پیل شوې

mew-admin
Sun, Dec 22 2024 2:29 PM
1

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د ارغستان رود په  مسیر کې د دوو کلیو لپاره د استنادي دیوالونو د پروژو چارې د کندهار د اوبو او انرژي ریاست لخوا د ملګرو ملتونو د پراختيايي دفتر په مالي لګښت سره پیل شوې.

 نوموړې پروژې په ارغستان ولسوالي کې د 180 متره اوږدوالي سره د قیاسي په کلي کې او د 280 متره اوږدوالي سره د ادینې په کلي کې جوړېږي.

په دغو پروژو کې ګڼ شمېر ځایي خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او په جوړېدو سره به یې د سېلابونو خطرونه کم شي او د نوموړې ولسوالۍ د قیاسي او ادینې کلیو د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شي.

User account menu