د کندز ولایت د چهار درې عمومي کانال د پاکاري پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Wed, Dec 11 2024 4:01 PM
1

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل ټیم د کندز ولایت د چهار درې عمومي کانال د پاکاري پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې چې د ډي. اي. آی موسسې په مالي لګښت د پنج آمو عمومي حوزوي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، پکې ګڼ شمیر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

User account menu