د ترکي یوه خیریه بنسټ مسؤلینو  په افغانستان کې د څښاک اوبو عام المنفعه پروژو او د جوماتونو په جوړولو کې د همکاري ژمنه وکړه

mew-admin
Tue, Dec 10 2024 4:29 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکي یوه خیریه بنسټ له مسؤلینو سره وکتل او د جوماتونو، دیني مدرسو، دارالایتامونو او د څښاک اوبو د برابرولو د همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي بنسټ مسؤلینو وویل، لېواله دي چې په افغانستان کې  د جوماتونو د جوړولو او د څښاک عام المنفعه پروژو په برخه کې کار وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هغوی د ښه نیت ستایلو ترڅنګ، هغوی ته یې وړاندیز وکړ، چې په بادغیس ولایت کې د څښاک اوبو د برابرولو پروژې پلي کړي؛ ځکه چې د بادغیس خلک په دې برخه کې له ډېرو کړاونو سره لاس او ګریوان دي.

ښاغلي منصور هغوی ته د دغه وزارت له لوري د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu