د اوبو او انرژي سرپرست وزیر شاعران خپل دیني او هیوادني مسئولیت ته وهڅول.

mew-admin
Fri, Nov 08 2024 9:24 AM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هغې مشاعرې ګډونوالو ته وینا وکړه چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د پاټک په سیمه  کې جوړه شوې وه او  ګڼ شمېر شاعرانو ،ادیبانو ،

قلموالو او د شعر او ادب مینوالو پکې ګډون کړی وو.

محترم وزیر صاحب د خپلې عالمانه وینا په ترڅ کې د هیواد درانۀ مجاهد شاعران او ادیبان وستایل؛ زیاته یې کړه چې دغو مجاهدو شاعرانو، ادیبانو او ترانه ویونکو پخپلو علمي، جهادي او حماسي شعرونو سره د مجاهدینو د جهادي روحیې په لوړولو او د اشغالګرو او د دوی د ملګرو په غندلو سره دروند رسالت تر سره کړی او د خپلو اشعارو پر مټ یې د هیواد د خپلواکي د بیرته اخیستلو په لړ کې د قدر او درناوي وړ خدمتونه تر سره کړې دي.

ښاغلي وزیر صاحب شاعرانو او ادیبانو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو دیني، فکري او ملي پولو ته د درناوي په چوکاټ کې د خپل دین، هیواد او هیوادوالو د چوپړ او خپلواکي ساتلو په لاره کې خپل قلمونه لا زیات خوځند کړي او د خپلو شهیدانو، مجاهدینو، اسیرانو او معلولینو  ارمانونه  او اتلولۍ د خپلو قلمونو په مټ د هیوادوالو په سینو او د  تاریخ په پاڼو کې ثبت کړي.

User account menu