د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالي کې د ماماخېل کانال له رغنیزو چارو څخه لیدنه وشوه

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې سلاکار انجنیر شمس الرحمن شمس او تخنیکی ټيم د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالي کې د ماماخېل کلي د کانال له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د نوموړي کانال د جوړولو چارې د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اېف، اې، او نړیوالې مؤسسې په مالي لګښت د یوه کورني شرکت لخوا ترسره کېږي او لسګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د نوموړې سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم ساحوي انجنیرانو ته د کارونو په ښه توګه پرمخ وړلو په خاطر اړینې سپارښتنې وکړې.