د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه له والي سره د بخش آباد بند د پروژې د پرمختګ د وضعیت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د بخش آباد بند د پروژې د پرمختګ د وضعیت او د نوموړې پروژې د چارو د چټکتیا لپاره د اړینو همغږيو په هکله خبرې وکړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بخش آباد بند د پروژې حیاتي ارزښت ته په اشارې سره د فراه والي ته ډاډ ورکړ، چې دغه پروژه د دغه وزارت له مهمو پروژو څخه ده او د دغه وزارت له لوري به د چارو د چټکتیا او لا غوره پلي کولو په موخه اړینې هڅې ترسره شي.