د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر ولایت د مشرانو له یوې ډلې سره په هغه ولایت کې د برېښنا رسولو د پروژو او د آبدک بند د جوړولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Tue, Oct 15 2024 4:54 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د مشرانو له یوې ډلې سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت مشرانو د لوګر ولایت په خوشي ولسوالي کې د برېښنا رسولو د پروژې او په هغه ولایت کې د آبدک بند د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به د هغوی غوښتنو ته رسیدګي وشي.

User account menu