د کندهار ولایت د هلې بند د خوشي شوو اوبو د ښه تنظیم په موخه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا سید محمد شرافت تر مشري لاندې د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو د استازو، مشرانو او میرابانو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د هلې بند د خوشي شوو اوبو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.
