د کابل ښار په ١٣ ناحیه کې د برېښنا د خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل شوې

د کابل ښار اړوند ١٣ ناحیه کې د برېښنا انرژي د مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د مراعات کولو په موخه د برېښنا خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو شرکتونو چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست تخنیکي ټيم د برېښنا انرژي د مارکېټ د تخنیکي رئیس محترم انجنیر همت الله امین زي په مشري او د کابل ښار د ١٣ ناحیې همکارانو د ګډې همکارۍ په پایله کې د برېښنا رسوونکو شرکتونو د چوپړتیاوو د ارزولو پروسه پیل شوه.