د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د کاپیسا او پروان ولایتونو د اوسیدونکو ترمنځ د حقابې د شخړې د هوارولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
Sun, Jul 28 2024 5:39 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت  د مقام د سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په مشري د دغه وزارت د مرکزي رئيسانو چې په ترکیب کې یې محترم انجنیر محمد نعمان نثار د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس، محترم انجنیر نثاراحمد مموزی د اوبو سرچینو عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد عارف مومند د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس او محترم انجنیر اسدالله میلاد حقوقي سلاکار  شامل دي، کاپیسا او پروان ولایتونو د اوسیدونکو ترمنځ د حقابې د شخړې د هوارولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ او د له مرستیال والي محترم مفتي محمد ادریس نوري ، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او د پروان عمومي کانال د پروژې له استازو سره چې د پروان او کابل ولایتونه پکې شامل دي، وکتل.

نوموړي پلاوي د نوموړو کانالونو د ګټې اخیستونکو د استازو د ستونزو تر اورېدو وروسته د پروان له مرستیال  والي سره ژمنه وکړه، چې دې شخړې ته به د تېرو کلونو له پرېکړو سره سم د دواړو ولایتونو د اوسیدونکو ګډو ګټو او د پنجشیر سیند د اوبو سرچینې په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.

User account menu