د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي پلاوي سره وکتل

mew-admin
Mon, Jul 22 2024 12:17 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست له تخنیکي پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، نوموړې پلاوي د خپل سفر موخه او پلان د پنج آمو سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره شریک کړ او زیاته یې کړه، چې مونږ غواړو د تخار ولایت په ورسج ولسوالي کې د ایمندرې یخچال چې کابو یو کال مخکې سروې او بینچ مارک  مو نصب کړی وو، د یاد یخچال اندازه، کلنی توپېر او فزیکي حالت څخه لیدنه وکړو، ترڅو پایلې لاسته راوړو او د راتلونکو ګواښونو څخه خلک خبر کړو.

همدارنګه د دغې لیدنې په پای کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس نوموړې پلاوي ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu