په غور ولایت کې د نورک چکډم د پروژې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sat, Jul 20 2024 11:07 AM
1

د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې د نورک چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او کیفیت په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې په غور ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۱۲ چکډمونو د جوړولو چارې جریان لري.

User account menu