د اوبو او انرژي وزارت په اختصاصي غونډه کې د هغو پروژو د پلي کولو په هکله چې په ۱۴۰۳ کال کې بودجه ورته ځانګړې شوې ده خبرې، اترې وشوې

mew-admin
Tue, Jul 16 2024 2:49 PM

دغه ناسته د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت د عمومي رئيسانو او متخصصینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د هغو پروژو په هکله چې په ۱۴۰۳ هـ ل کال کې بودجه ورته ځانګړې شوې او همدارنګه د پلانونو د غوره پلي کولو او د هغو پروژو په هکله چې چارې یې روانې دې، بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د وزارت رئيسانو ته د پروژو  او پلانونو د غوره پلي کولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu