غور ولایت کې د ۱۱ چکډمونو پروژو چارې نږدې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Wed, Jul 03 2024 3:50 PM
1

د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني په غور ولایت کې د ۱۱ چکډمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د هغوی د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړې پروژې د غور ولایت په پسابند، تیورې، ساغر، تولک، شهرک، دولت یار، لعل و سرجنګل، چهار سدې، مرغاب، الفاروق او الله یار ولسوالیو کې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د سیلابونو د خطرونو د کمولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د موسمي اوبو د مدیریت په موخه د پلي کېدو په حال کې دي ، چې  چارې یې نږدې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم چمتو شوې ده.

User account menu