لوګر ولایت کې د سرخاب بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او تخنیکي ټیم په ملتیا د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي د سرخاب ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه د لوګر مرستیال والي د دغې پروژې د چارو د پرمخ وړلو څخه خوښي څرګنده کړه او د نوموړي بند د حفظ او مراقبت لپاره یې اړینه وبلله.