غور ولایت کې د بادګاه او مدرسې کانال د پاکاري په موخه عمومي حشر په لاره اچول شوی

mew-admin
Wed, Jun 26 2024 2:09 PM
1

د بادګاه او مدرسې کانال چې په غور ولایت کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له کبله د رسوباتو ډک شوی، اوس د غور سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په هڅو سره د پاکاري چارې یې د عمومي حشر له لارې پيل شوې دي. نوموړی کانال په غور ولایت کې له سترو کانالونو څخه یو کانال دی چې د ۱۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري. ټاکل شوې ده، چې د نوموړي کانال زیانمن شوې او زیانمنیدونکې برخې د نوموړې حوزې د مسؤلینو له لوري سروې شي.

User account menu