ننګرهار ولایت کې د معدني اوبو او یخ د تولید یو شمیر فابریکو ته د قانوني جواز اخیستلو لپاره اړینې سپارښتنې وشوې

mew-admin
Thu, Jun 06 2024 11:45 AM
1

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د معدني اوبو او یخ د تولید له 11 فابریکو څخه لیدنه وکړه او د اوبو او انرژي وزارت د کړنلارو پر بنسټ د قانوني جواز اخیستلو لپاره یې اړینې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو د بی ځایه مصرف د مخنیوي لپاره یو لړ قوانین وضع کړي دي.

User account menu