د اوبو او انرژي وزارت او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ترمنځ د پکتیکا ولایت د پلتوني بند په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې پکې د اوبو او انرژي وزارت او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي مسؤلینو د پلتوني بند پروژې د چارو د پلي کولو د اجرا په موخه په مفصله او هر اړخیزه توګه بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د ناستې په بهیر کې، د اوبو او انرژي وزارت انجنیرانو د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د پلي کولو د ډول، د چارو د پرمخ وړلو د څرنګوالي او د اړینو توکو او تجهیزاتو د کارولو په هکله په تخنیکي توګه معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې تعدیلات د وروستي کيدو په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې یې چارې پیل شي.
