د اسلام د سپیڅلو شعایرو په وړاندې د ادب د رعایتولو په هکله د دعوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو

mew-admin
Wed, May 08 2024 2:10 PM
1

په دغه سمینار کې چې د اوبو او انرژي وزارت ټولو کارمندانو ګډون درلود، د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف د اسلام د سپیڅلو شعایرو په وړاندې د ادب د رعایتولو په ځانګړې توګه په اسلامي متونو کې د ادب د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د آیاتونو، روایاتو او تاریخي کیسو په استناد سره د ادب رعایتول په ټولو چارو کې ارزښتناک وبلل او ګډونوال یې د دې امر ترسره کولو ته وهڅول.

هغه همدارنګه د دنیوي او اخروي چارو د ترسره کولو لپاره د دیني زده کړو د ترلاسه کولو ارزښت ته اشاره وکړه او د دغه سمینار له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د دیني زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې ډیرې هڅې وکړي.

User account menu