د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د «یلو ریور- پاور چینا» شرکت له رئيس سره د باغدرې برېښنا بند د جوړولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Thu, Apr 25 2024 1:29 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد او د وزارت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو هم شتون درلود، د «یلو ریور- پاور چینا» شرکت له رئیس سره د باغدرې برېښنا بند باندې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې، د نوموړي شرکت رئيس څرګنده کړه چې چمتو دی؛ ترڅو د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا په جوړولو باندې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د پانګونې د لمړنیو چارو پر چټکتیا او د عملي چارو د لا ژر پيلولو باندې ټینګار وکړ. همدارنګه هغه د نوموړي شرکت رئيس ته د دغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu