د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Apr 24 2024 2:06 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور د بېلابېلو اداري او تخنیکي موضوعاتو په ځانګړې توګه په غور ولایت کې د برېښنا رسونې په پروژه کې د پانګونې، د خصوصي شرکتونو فعالیتونه د برېښنا د تولید او لېږد، د نوي کېدو وړ انرژي ټولنې سره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو او انرژي سکتور پورې یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي محترم معین د راپورونو، معلوماتو او د رئيسانو د اندونو ارزولو او اړینو تصمیمونو تر نیولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

User account menu