د تخار ولایت په خواجه حافظ سیلبر کې یو سټاف ګیچ نصب شو

mew-admin
Tue, Apr 23 2024 9:07 AM
1

د تخار ولایت د لاندني پنج دشتې قلعې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د تخار ولایت د ینګې قلعې ولسوالي په خواجه حافظ سیلبر کې یو سټاف ګیچ د سیلابي پیک پر بنسټ د سیلابونو د بهیر د لوړوالي او د ودانیو د ډیزاین د ثبت په موخه نصب کړ.

همدارنګه، د نوموړې حوزې مسؤلینو د نوموړي ولسوالي ساحوي مدیریت ته په وخت سره د سیلابونو د ارقامو د را ټولولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی سیلبر تر ۱۹۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۴۴ متره پلنوالی لري.

User account menu