د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې اړوند اوبخوړونو د مدیریت لپاره د نوموړو اوبخوړونو د تخنیکي مطالعې په موخه ناسته ترسره شوه.

mew-admin
Sun, Apr 21 2024 11:57 AM
1

یاده ناسته د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال تر مشری لاندې د اوبو سرچینو عمومي رئیس انجنیر نثاراحمد مموزي، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي ولي محمد تائب، د ځمکې لاندې اوبو رئیس انجنیر عزیزالرحمن عزیز، د سطحي اوبو رئیس انجنیر فضل الله دوراني او د اړوندو څانګو تخنیکي ټیمونو په شتون کې ترسره شوه.

 په دغه ناسته کې پریکړه وشوه، چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالي د پشه ئي، ارغندی او مرغګیران سیمو او د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوبخوړونو د لاښه مدیریت په موخه په تخنیکي ډول مطالعه او پروژوې سروې ترسره شي او د پلي کولو په موخه یې اړینې کړنې هم ترسره شي، ترڅو د یادو ساحو د اوبو ستونزه په اساسي ډول هواره شي.

User account menu