د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیکا له والي سره وکتل

mew-admin
Tue, Jan 30 2024 4:34 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا له والي محترم مولوي فیض الله جمال حقاني سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د پکتیکا والي د اوبو او انرژي په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په دې برخه کې د وزارت د رهبري مقام د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د خلکو د محرومیت په تائید سره د هغه ولایت والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دغه وزارت له لوري اړینې هلې، ځلې ترسره شي، ترڅو د نوموړي ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

User account menu