په خوست ولایت کې د زوړکوټ توندلادور چکډم د جوړېدو چارې د نږدې نه سوه زره(900000) افغانیو په ارزښت پیل شوې

د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ اړوند د زوړکوټ توندلادور چکډم د جوړېدو چارې د اته سوه دوه اویا زره دوه سوه دوولس(872212) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد زمان عمري، د موسی خیلو ولسوال مولوي معراج ګل او یو شمیر قومي مشـرانو په شتون کې پیل شوې.
نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 20,5 مترو په اوږدوالي، د تهداب په شمول د 5 مترو په لوړوالي، په تهداب کې د 3 مترو او په سر کې د 06 سانتي مترو په سور سره د مسيد ودانيز شرکت له لوري جوړيږي.
د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پروژې کې لسګونو کاریګرو ته د کار زمینه چمتو کیږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي، لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې به د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د 4500 متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري.