د اوبو او انرژي وزارت د پایداري انرژي عمومي رئيس د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د پایداري انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل او د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې د برېښنا سیستم د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه، د پایداري انرژي عمومي رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالي په ځینو سیمو کې د برېښنا سیستم د جوړولو سروې ترسره کړه.