د تخار ولایت د انرژي کمیټې لومړۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د تالقان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولانا صبغت الله قانع تر مشري لاندې د یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو او د نوموړي حوزې د انجنیرانو په شتون کې ترسره شوه او د انرژي اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
همدارنګه، په دغه ناسته کې د شمال ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمر محترم انجنیر عیسی رسولي له لوري د نوموړي کمیټې د فعالیتونو د څرنګوالي په هکله بشپړ معلومات وړاندې شول.