د هېواد د لویدیځ زون د انرژي کمیټې ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د لویدیځ زون د انرژي کمیټې رئیس او د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي زونونو د چارو د انسجام رئیس محترم مولوي حکمت الله آخندزاده او د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې د رهبري پلاوي او غړو په شتون کې ترسره شوه او په هرات ولایت کې د 100 میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
په دغه ناسته کې مولوي حکمت الله آخندزاده پانګوال د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته وهڅول او د هر ډول همکاري ژمنه یې ورکړه.
همدارنګه، د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې رئيس محترم حمیدالله خادم په هرات ولایت کې د 100 میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د هرات ولایت صنعت کاران لیواله دې، چې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.