د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعدیل په هکله د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, Jan 06 2024 12:36 PM
1

په دغه ناسته کې، چې د برېښنا شرکت مدیره پلاوي د دایمي غړي محترم مفتي امیر عبدالله جهاند تر مشري لاندې ترسره شوه، د اوبو او انرژي وزارت حقوقي سلاکار محترم سید عطاءالله صدیقي او د افغانستان برېښنا شرکت، مالیې، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو استازو هم ګډون درلود.

د ناستې په بهیر کې په مقدماتي توګه د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعدیل، د مسودې د څیړلو او د اړینو همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې غړو د نوموړي موضوع د ارزښت په هکله خبرې اترې وکړې او په ګډه سره یې د چارو د پرمخ وړلو په هکله اړین تصمیمونه ونیول.

User account menu