په خوست ولایت کې د دوو چکډمونو د جوړېدو چارې د نږدې پنځه(5) میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د الګاډې کلي د دوو چکډمونو د جوړېدو چارې د څلورمیلیون نه سوه درې دیرش زره(4933000) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د یاد ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر مجاهدالله مشفق او د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشـرانو په شتون کې پیل شوې.
نوموړي چکډمونه د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره جوړیږي، چې لومړی چکډم 40 متره اوږدوالی، د تهداب په شمول 5 متره لوړوالی، په تهداب کې 3.5 متره او په سر کې 80 سانتي متره سور لري؛ دویم چکډیم 33 متره اوږدوالی، د تهداب په شمول 3.5 متره لوړوالی، په تهداب کې 3 متره او په سر کې 60 سانتي متره سور لري.
د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پروژې کې لسګونو کاریګرو ته د کار زمینه چمتو شوې ده او د چارو په بشپړېدو سره به یې لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.