په پروان ولایت کې د یو شمېر اوبو عمده مصرف کوونکو ژورې څاه ګانې د اوبو د مصرف میترونو د نه نصبولو له امله وټرل شوې

د پروان ولایت د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر ریاست لاندې سیمو کې د اوبو ټولو عمده مصرف کوونکو ته لارښوونه شوې وه، چې د څلورو ورځو په موده کې دې پر خپلو ژورو څاه ګانو باندې د اوبو د مصرف میترونه نصب کړي، چې په دې بهیر کې د اوبو عمده مصرف کوونکو ډیر شمېر یې د اوبو د مصرف میترونه پر خپلو ژورو څاګانو باندې نصب کړل او په ټاکلې موده کې د میترونو د نه نصبولو له امله د یو شمیر نورو شرکتونو او د اوبو عمده مصرف کوونکو ژورې څاګانې د نوموړي سیندیزې حوزې د تخنیکي ټیم له لوري مهر او لاک او وتړل شوې.