خوست ولایت کې د کوچنۍ او سترې خټکې کلي د استنادي دېوال چارې ۵۰ سلنه او د سوري پاڼ کانال چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللي دي

mew-admin
Sat, Dec 16 2023 3:53 PM
1

د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د کوچنۍ او سترې خټکې کلي د استنادي دېوال د چارو او همدارنګه د سوري پاڼ کانال د چارو له بهير څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د کوچنۍ  او سترې خټکې کلي د استنادي دېوال چارې ۵۰ سلنه او د سوري پاڼ کانال چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللي دي.

User account menu