د اوبو او انرژي وزارت په بشپړ سرعت سره د ډیجیټل کیدو په لور روان دی

mew-admin
Thu, Dec 14 2023 1:32 PM
1

د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په یوه غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس محترم الحاج محمدالدین نیازي او یو شمیر نورو رئیسانو په شتون کې ددغه ریاست له لوري د یو شمیر نویو جوړ شویو سیسټمونو په هکله معلومات وړاندې کړ.

ښاغلي نیازي په دغه غونډه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل او ددغه دیجیټالي سیسټمونو جوړول یې د چارو د ښه والي او چټکتیا په برخه کې ارزښتناک وبلل.

د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم حبیب الرحمن جلالزي ددغو سیسټمونو د جوړولو موخه د موثریت لوړول، د اجراآتو پروسې چټکتیا او د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول یاد کړل.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي ریاست له لوري په جوړ شويو سیسټمونو کې د اسنادو د مدیریت او تعقیب، د آی ټي  خدمتونو د مدیریت، د پذیرش مدیریت، د آرشیف مدیریت، د حاضري مدیریت او د کارمندانو د هویت کارت د مدیریت سیسټمونه شامل دي.

دغه نوي جوړ شوي سيسټمونه چې هر يو يې په خپله اړونده څانګه کې ځانګړې ګټې لري، په راتلونکي کې به يې د کارونې په موخه روزنيز ورکشاپونه جوړ شي او په دغه وزارت کې به يې عملي تطبيق پيل شي.

User account menu