د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لغمان له والي او د روحاني بابا د کلي له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
Wed, Dec 13 2023 4:15 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لغمان له والي محترم قاري زین العابدین عابد او د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي د روحاني بابا د کلي له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لغمان له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې او د لغمان والي ته یې ډاډ ورکړ،چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کېدو په برخه کې اړینه پاملرنه وشي.

هغه همدارنګه د روحاني بابا د اوبو او برېښنا د ستونزې په برخه کې د هغه کلي سپن ږیرو او مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به د هغوی ستونزو ته د اوبو او انرژي وزارت له لوري رسیدګي وشي.

User account menu