د اوبو او انرژي وزارت د سروې ټیم د هرات ولایت د 100 میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د اړوندو ادارو له استازو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د سروې ټیم د هرات ولایت د 100 میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د اړوندو ادارو له استازو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د پنځه کلن پلان له مخې به د 100 میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه په هرات ولایت کې پلې شي، چې د اوبو او انرژي وزارت د سروې ټیم د دې پروژې د اسنادو د چمتو کولو او د امکان سنجې مطالعاتو په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د اړوندو ادارو له استازو سره وکتل او د یادې پروژې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه کتنه کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا د سروې له ټیم سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د یاد ټیم له فعالیتونو مننه وکړه.
په پای کې سروې کوونکي ټیم او د اړوندو ادارو استازو د ټاکل شوې سیمې ارزونه وکړه.