د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار همکارانو ته وروپیژندل شو

mew-admin
Sat, Dec 09 2023 2:04 PM
1

محترم انجنیر ناصر شاه وزیري د اوبو او انرژي وزارت محترم مقام د لزوم دید او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم پر بنسټ د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي سلاکار په توګه د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د پایدارې انرژي عمومي رئیس محترم مولوي عزیزالله سهار له لوري همکارانو ته وروپیژندل شو.

د یادونې وړ ده، چې محترم انجنیر ناصر شاه وزیري د اوبو د مدیریت په برخه کې د ماستري سند لري، چې له دې مخکي یې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي پراختیایې پروژو د کیفیت د کنترول د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

User account menu