د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروان له والي، مرستیال والي او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور پروان ولایت او د پنجشیر ولایت د ګلهبار بند سیمې ته د خپل سفر په لړ کې د پروان له والي محترم مولوي عبدالعلي قدرت الله امیني، د دغه ولایت له مرستیال والي محترم مفتي محمد ادریس امیني او د نوموړي ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اوبو د مدیریت، د څښاک اوبو د برابرولو او د برېښنا د تولید په برخه کې د ګلبهار- پنجشیر بند ارزښت ته په لنډه توګه اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري هڅه کوي چې د دغه بند د جوړولو لپاره زمینه چمتو شي.
په ورته مهال، د پروان والي هم د اوبو او انرژي وزارت د کړنو په ستایلو سره په پروان ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره د همکاري ژمنه وکړه.