په نیمروز ولایت کې د پنځوس(50) میګاواټه لمریزې برېښنا لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم ددغه وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ په نیمروز ولایت کې د خصوصي پانګونې د جذب په موخه د پنځوس (50) میګاواټه لمریزې برېښنا لومړنۍ سروې ترسره کړه.
همدارنګه، د نوموړې پروژې لپاره د ساحوې، اقتصادي، ټولنیز، تخنیکي او د انرژي د تقاضا سروې هم د اړوندو ادارو په همکاري سره، چې پکې د نیمروز ښار او د خاشرود ولسوالي شامل دي، ترسره کړه.