په لغمان ولایت کې د شمنګل کانال او محافظوي دیوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Mon, Dec 04 2023 10:15 AM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز مهترلام اړوند د شمنګل کانال او محافظوي دیوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د چارو د لاغوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژه د یو، ان، دې، پې سازمان په مالي ملاتړ د (70000) امریکایې ډالرو په ارزښت د دریو مایشتو په موده کې پلي کیږي.

User account menu