د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د علماوو او حفاظ کرامو د فراغت په غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د سهاکو ډبیانو په کلي کې د دارالعلوم الاسلامیه الحنفیه د دیني علومو د فارغانو او حفاظ کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ او حاضرینو ته یې مفصله وینا وکړه.
محترم وزیر صاحب تر هر څه وړاندې د دیني علومو فارغانو او د قرآن کریم حافظانو ته مبارکي وویله او هم یې د نوموړې مدرسې د استادانو او سیمې د خلکو هلې، ځلې وستایلې.
محترم وزیر صاحب د دیني علومو د فضیلت د بیانولو ترڅنګ د روسي او آمریکایي اشغال په وړاندې د افغانستان د مجاهد ملت په جهاد، قرباني او د خپلواکي ګټلو په لاره کې د دیني علومو د زده کوونکو او علماو رول په ښو ټکو وستایه.
یاده دې وي چې په دغه غونډه کې د دیني علومو لسګونو فارغانو او د قرآن کریم حافظانو ته د فضیلت پګړۍ ور په سر کړل شوې.