د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Nov 30 2023 12:05 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو لکه د چکډمونو د سروې، ډيزاین او پلي کولو، په فراه ولایت کې د پروژو د پلي کولو په موخه د چارو له اداري سره همغږي، د بندونو د ډيزاین لپاره د سافټ ویر د پېرلو او د اوبو د پروژو اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه څرګند کړل او وروسته، د اوبو محترم معین اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو لپاره اړین هدایات او سپارښتنې وکړې.

User account menu