د هلمند او هریرود- مرغاب عمومي او فرعي سیندیزو حوزو د انجنیرانو لپاره د وړتیا لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید

د هلمند او هریرود- مرغاب عمومي او فرعي سیندیزو حوزو انجنیراتو ته د څلور ورځني ورکشاپ د پای ته رسېدو مراسم د هلمند مرستیال والي محترم مولوي محمد نبي حماس، د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم الحاج عبدالهادي هادي او د هلمند سیندیزې حوزې د سلاکار په ګډون ترسره شو.
د دغه ورکشاپ د پای ته رسېدو په مراسمو کې، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغه ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له دغه ورکشاپ څخه خپلې تجربې او زده کړې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.
په دغه ورکشاپ کې، د نوموړو عمومي او فرعي سیندیزو حوزو ۲۹ انجنیرانو ته د اوبو پر سرچینو باندې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د ارزولو او د سیلابونو او وچکالیو د وړاندوینې او خبراوي په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دغه ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.