په لوګر ولایت کې د شیرآغا شېندارخېلو چکډم د محور د بنسټ د کېندنې چارې ۸۰ په سلو کې بشپړې شوې دي

د اوبو او انرژي وزارت د کیفیت د کنټرول او د حفظ او مراقبت ریاستونو مسؤلینو او ورسره مل د لوګر سیندیرې فرعي حوزې مسؤلینو د لوګر ولایت په خوښې ولسوالي کې د شیر آغا شیندارخېلو چکډم د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغې پروژې چارې له نقشې سره سم ترسره کړي او هغه نیمګړتیاوې چې په سیمه کې موجودې وي اصلاح کړي.
د دغې پروژې د محور د بنسټ د کېندنې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي.