په کندهار ولایت کې د باغ پل سیمې هایدرومیتیورولوژیکي استیشن بیا فعاله شو
د اوبو او انرژي وزارت، د هلمند سیندیزې حوزې او د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې ګډ تخنیکي ټیم په کندهار ولایت کې د باغ پل سیمې هایدرومیتیورولوژیکي استیشن د ساتنې او مراقبت چارې ترسره او نوموړی استیشن یې بیا نصب او فعاله کړ.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي استیشن څخه د ورځني او کلني ورښت، د سیند د اوبو، د تودوخې او رطوبت د کچې د ثبتولو په موخه ګټه اخیستل کیږي.
