لوګر ولایت کې د سرخاب بند د غصب شوې ځمکې د تصفیې په موخه ګډ ټیم رامنځته شو

MEW-Media
Wed, Nov 01 2023 11:22 AM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په هڅو سره د لوګر ولایت د سرخاب بند د غصب شوې ځمکې د تصفیې په موخه ګډ ټیم رامنځته شو.

د دغه ټیم په ترکیب کې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې او د کرنې، مستوفیت او عدلیې ریاستونو ، امنیه قومانداني او د محمد آغې ولسوالي استازي شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ټیم د فعالیت په ترڅ کې به د یاد بند د غصب شوې ځمکې د بېرته  اخیستلو ترڅنګ د لوګر سیندیزې فرعي حوزې یو شواروز حقابه به هم ترلاسه شي.

User account menu